ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کابل ښار اړوند خیرخانې کوتل سړک د ترافیکو پرمخ پرانیستل شو

د خیرخانې کوتل سړک د لومړي پوړ قیر چارې ( بیندرکورس)  له سرای شمالي چوک سره تر نښلولو وروسته د ترافیکو پرمخ پرانیستل شو.

د کابل ښاروالۍ د هڅو په پایله کې د خیرخانې کوتل سړک لومړي پوړ قیر چارې ( بیندرکورس) د کوتل له بازار څخه تر سرای شمالي  چوک پورې بشپړې او د ترافیکو پرمخ پرانیستل شو.

د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو رییس انجینر میرالرحمن ناصري ویلي؛ د دغه سړک د لومړي پوړ د قیر کولو چارې، چې درې زره ۷۱۰ متره اوږدوالی او ۲۷متره سور لري، په دوو لیکو کې بشپړې شوې او د ټاکلې مودې له تېرېدو وروسته به د دویمې او درېیمې طبقې قیر چارې ترسره شي.

نوموړي زیاته کړې؛ په دې پروژه کې د لښتیو، پلچکونو، استنادي دېوالونو، تمځایونو، ګلدانونو جوړول او د یوه معياري سړک ټول جزيات شامل دي.

د پرورژې د کار د کيفيت د تضمین په موخه، په بېلابېلو پړاوونو کې فني او تخنيکي څارنې ترسره کېږي.