د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لورې او د UNOPS دفتر په مالي مرسته د فاریاب ولایت په بلچراغ ولسوالۍ کې د ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د معیشتي او ټولنیز ملاتړ پروګرام د ۳۶ پراختیايي پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
په یادو پروژو کې د سړکونو بیارغونه او جغل اچول، د محافظوي دیوالونو جوړول، د اوبو د کانالونو پاکول او جوړول شامل دي.
د یادو پروژو د کار په جریان کې سلګونه تنه کارکوونکو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړیدو سره يې په اړوندو برخو کې د یادې ولسوالۍ د اوسیدونکو ستونزې هوارې شوې.

