ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزرا سياسي مرستيال د کورنیو چارو وزارت له سرپرست او یو شمېر نورو چارواکو سره لیدنه کړې

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالكبير د کورنیو چارو له سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني او د کورنيو چارو وزارت له یو شمېر نورو چارواکو سره لیدلي.
په دې لیدنه کې خلیفه سراج الدین حقاني او نورو مسولینو د ریاست الوزرا سیاسي مرستيال د روغتیا د پوښتنې سربېره د اسلامي نظام د نورو برخو په څېر په سیاسي ډګر کې هم د اسلامي امارت هڅې ګټورې بللې دي.
په دې غونډه کې خلیفه سراج الدین حقاني څرګنده کړه، له امنیتي ادارو سره د ولسونو همکاري ډېره شوې چې له امله یې امنیتي ادارې ښې لاسته راوړنې هم لري.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، د کورنیو چارو وزارت د رهبرۍ هڅې وستایلې وې ویل، د ولس او اسلامي امارت ګډه همکاري او همغږي د سترو بنسټیزو پروژو پلي کولو او خلکو ته د ښه ژوند زمینه برابروي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د خپلو خبرو په پای کې، د هيواد امنیتي مسئولینو او نورو مقاماتو ته سپارښتنه وکړه چې له خلکو سره ښه چلند او نرمښت وکړي.