ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کونړ په سید جماالدین افغان پوهنتون کې د ۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت درې پروژې پرانیستې

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ ندا محمد ندیم کونړ ولایت ته د سفر پرمهال د سید جماالدین افغان پوهنتون کې د ۲۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د دوه پروژو پرانېسته وکړه او د یوې بلې هغې د بنسټ ډبره یې کېښوده.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د یاو پروژو پرانستې پر مهال ویلي؛ د کونړ سید جماالدین افغان پوهنتون لپاره نن په دوه پوړو کې د ۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت اداري ودانۍ د جوړلو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او د دې ترڅنک د څلور میلیونه افغانیو په لګښت یو کمپیوټر لیب هم جوړ شوی، چې د محصلینو شته ستونزې به ورسر ه حل شي.

شیخ ندا محمد ندیم همداراز د یاد پوهنتون په انګړ کې د شپږ میلیونه افغانیو په لګښت د یو شمېر کانګریټي سړکونو د جوړیدو چارې هم پېل کړې.

سرپرست وزیر زیاته کړې، ولایتي سفرونو ته یې موخه د محصلینو شته ستونزې په ګوته او ورته د حل مناسبه لار لټول دي.

نوموړي ویلي؛ د لوړو زده کړو وزارت هڅه کوي، چې په ټول هېواد کې د معیاري زده کړو لپاره مناسب چاپیریال رامنځته کړي.