ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر د انګلستان سفارت له چار سمبالي سره لیدنه کړې

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور د انګلستان سفارت له چار سمبالي ښاغلي روبیرت ډیکسن او عملیاتي مرستیالې سره لیدنه کړې.

لیدنه کې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه د خبرو ترڅنګ یې د د واړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پرښه والي ټېنګار شوی.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ویلي؛ د اسلامي امارت په راتګ سره په ټول هېواد کې امنیت تامین دی او یو واحد حاکمیت شتون لري، بین الافغاني پخلاینه رامنځته شوې او همدارنګه د ټولو افغانانو لپاره عمومي عفوه اعلان شوې.

نوموړي د اسلامي امارت لاسته راونو په اړه ویلي؛ چې د اداري فساد له منځه وړل، نشه یي توکو مخنیوی، د څلورمیلیونه روږدو کسانو ټولولو، د سوالګرو بایو مټریک او هغو لپاره میاشتنۍ معاش، اقتصادي پرمختګونه او د کوچنیو او لویو کانونو د قراردادونه د اسلامي امارت ځیني لاسته راونې دي.

 د انګلستان سفارت چارسمبالي له پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو او زلزله ځپلو سره د مرستو د ډېروالي ډاډ ورکړی.

په پای کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ویلي، اسلامي امارت د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د اقتصادي او سیاسي تعاملاتو غوښتونکی دی.