په فراه ولایت کې د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت د سرپرست ملا محمد يونس اخوندزاده او مل پلاوي له لوري د اوبو د ۱۱ کوچنيو بندونو رغينزې چارې پیل شوې.
د يادو بندونو د رغنيزو چارو د پرانيستې پر مهال د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست ویلي؛ دغه ۱۱ کوچني بندونه د یاد ولایت په بېلابېلو ولسواليو کې د دغه وزارت له بوديجې څخه د ۳۴ ميليونه افغانيو په لګښت رغول کېږي، چې له ډلې یې نن د دوه بندونو رغنیزې چارې پیل شوې.
نوموړي زیاته کړې، چې یاد بندونه د باراني اوبو د مهارولو او د ځمکې لاندې اوبو د کچې لوړولو په موخه جوړېږي.
ورته مهال د فراه مرستيال والي مولوي عبدالکریم جهاديار د کليو، بيارغونې او پراختيا وزارت سرپرست او مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، چې د دې ولایت د وګړو ټولو ستونزو ته به پر وخت رسېدنه کېږي.
ځايي اوسېدونکي د دې بندونو په رغولو خوښ دي او وايي، چې په دې ولايت کې د اوبو ستونزو ته د پای ټکي اېښودلو او د اوبو د کچې د لوړولو لپاره د بخش اباد بند ډېر اړين دي.
له دې وړاندې د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د ۶۰ میلیونو افغانیو په لګښت په هرات کې د اوبو د ۱۹ کوچنیو بندونو رغنیزې چارې پیل کړې وې.
فراه کې د اوبو د ۱۱ کوچنیو بندونو رغینزې چارې پیل شوې

