ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د هرات د اوسپنې پټلۍ رییس: نیږدې راتلونکي کې به د هرات – خواف اوسپنې پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو لېږد پیل شي

د هرات د اوسپنې پټلۍ ریاست مسولینو ویلي؛ په نږدې راتلونکي کې د هرات – خواف اوسپنې پټلۍ له لارۍ د سوداګریزو توکو د لیږد رالیږد پیل شي.
د یاد ولایت د اوسپنې پټلۍ رییس مفتي محمد نسیم محمدي له خواف-هرات مسير څخه د انتقالاتو د پيل په تړاو له تجارانو سره په ناسته ویلي؛ له ايران څخه د هرات تر روزنګ غوريان سټېشن پورې د هرات – خواف رېل پټلۍ د فعاليت لپاره چمتو ده او په دې لاره کې هېڅ تخنيکي ستونزه او خنډ نشته.
د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسولینو او د دغه ولایت یو شمېر سوداګرو او پانګوالو د کورنیو پانګونو په برخه کې د اسلامي امارت له پاملرنې او ملاتړ څخه د مننې ترڅنګ له بندر عباس څخه روزنګ سټېشن پورې د بار وړونکو موټرو د ټرانسپورټ د برابرولو غوښتنه کړې.
مفتي محمد نسیم محمدي د لوېدیځ زون سوداګرو ته ډاډ ورکړی، د افغانستان د اوسپتې پټلۍ اداره ژمنه ده چې دوی ته هر ډول اسانتیاوې برابرې کړي.