ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اوزبیکستان ګډ پلاوي د بلخ له والي سره لیدنه کړې

د اوزبیکستان هېواد سرخاندریا ولایت والي قاسموف اولوغ بیک بیردي کابلوچ، افغانستان کې د اوزبیکستان هېواد د ولسمشر خاص استازي عصمت الله ایرګاشوف، د سرخاندریا ولایت مرستیال والي عاریوف حامدویچ او ګډ پلاوي، چې پکې نظامي او ملکي مسولینو یې ګډون درلود، د بلخ والي محمدیوسف وفا او یو شمېر مسولینو سره لیدنه کړې.

د بلخ والي ویلي؛ دا چې بلخ او سرخاندریا یو بل ته نژدې ولایتونه دي نو د اړیکو پیاوړتیا ته یې نیاز دی، ځکه دلته د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټ، ریل پټلۍ، صادراتو او وارداتو، تجارانو تګ راتګ او د دواړو هېواونو ولس تګ راتګ کوي.

محمدیوسف وفا زیاته کړې؛ عالیقدر امیرالمؤمنین ټولو وزیرانو، تجارانو او د امارت ټول مسولینو ته له همسایه هېوادنو سره ښې اړیکو لارښوونه کړی.

نوموړي غوښتنه کړې، چې افغان سوداګرو او ولس ته ویزو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي، ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ شته ستونزې حل او د دواړو هېوادونو په اړیکو کې لا پیاوړتیا رامنځته شي.

د سوداګرۍ او پانګوني خوني رئیس ویلي؛ افغانستان اوس د پانګه اچونې په برخه کې په سیمه کې تر ټولو مهم هېواد دی، نو باید د یاد هېواد پانګوال افغانستان کې پانګونه وکړي.

د ازبیکستان هېواد د سرخاندریا ولایت والي خوښي څرګنده کړې، چې د افغانستان او ازبیکستان هېوادونو لپاره د اړيکو د پراختيا او د ګډو سوداګريزو، سياسي، اقتصادي او ټولنيزو اړيکو د دوام لپاره په ګډه کار کوو.

نوموړي زیاته کړې؛ د اسلامي امارت له راتګ سره د دواړو هېوادونو په اړیکو کې اسانتیاوې رامنځته شوي، امنیت ټینګ شوی، د دواړو هېوادونو ترمنځ پوله کې بشپړه همکاري شتون لري او هڅه کوو ترڅو د افغانستان سره په هر اړخیز پرمختګ کې برخه واخلو.

افغانستان کې د ازبیکستان هېواد ولسمشر خاص استازي عصمت الله ایرګاشوف د دواړو ولایتونو ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا ټینګار کړی او ویلي يي دي؛ د سوداګرو او موټر چلوونکو لپاره به د ویزو اسانتیاوې له روان کال څخه پیل شي.

 نوموړي ژمنه کړې، چې ازبیکستان به د سوداګریزو اړیکو په خاطر د حیراتان د اورګاډي کرښه جوړه کړي.

ایرګاشوف زیاته کړې؛ ازبیکستان به د سوداګرۍ او اقتصادي پرمختګ لپاره د د افغانستان په شمول د څلورو هېوادونو له وزیرانو سره منظمي ناستي ولري.

همداراز ازبیکستان ژمن دی، ترڅو د افغانانو لپاره ښوونځیو د جوړولو او د افغان ښوونځیو د ظرفیتونو د لوړولو په برخه کي مرسته وکړي.

په یاده ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا ښه قوي کېدو، په تېر دوو کلونو کې د سوداګرۍ او ولس ته د اسانتیاوو برابرولو او یو شمېر نورو برخو کې د ستونزو لیري کولو په موخه د مسولینو ټینګار شوی.