ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره مثبت تعامل غواړي

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير د افغانستان لپاره د بريتانيا شارژدافير رابرټ چارټرټن ډکسن سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې، چې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر سرپرست وزير محمد خالد حنفي هم حضور درلود، د افغانستان لپاره د بريتانيا شارژدافير رابرټ چارټرټن ډکسن ویلي، چې بريتانيا د افغانستان دوست او په دې هيواد کې د امنيت او ثبات غوښتونکې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې د اسلامي امارت له لوري د بريتانوي اتباعو ازادول د خبرو لپاره ښه فرصت رامنځته کړی او بريتانيا به د هرات ولايت زلزله ځپلو او همداراز راستنېدونکو کډوالو سره هم مرستې وکړي.

د افغانستان لپاره د بريتانيا شارژدافير د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو برابر شوی راپور جامع بللی او ویلي یې دي؛ دې راپور د افغانستان لپاره يو ښه فرصت رامنځته کړی او کولای شي له نړۍ سره د اسلامي امارت اړيکو ته وده ورکړي.

د رياست الوزرا سياسي مرستيال د افغانستان لپاره د بريتانيا شارژدافير ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، چې اسلامي امارت له بريتانيا او د نړۍ نورو هيوادونو سره د ښو او مثبتو اړيکو غوښتونکی دی.

نوموړي د افغانستان او بریتانیا ترمنځ د دوه اړخيزه همکاريو غوښتنه وکړې او ویلي یې دي، چې پر افغانستان فشار واردول پايله نه ورکوي او بايد مسايل د تعامل او خبرو له لارې حل شي او هيله لرم چې د افغانستان لپاره د شارژدافير په توګه تاسو د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړيکو او مناسباتو پياوړتيا په برخه کې غوره رول ولوبوئ.

نوموړي زیاته کړې، چې افغانستان په وروستیو څو مياشتو کې له طبيعي پېښو زيانمن شوی او له زلزله ځپلو او راستنېدونکو کډوالو سره امکاناتو ته په پام د اسلامي امارت او افغان سوداګرو له لوري مرسته شوې، خو کافي نه ده او په دې برخه کې يې د نړۍ د لا زياتو مرستو د دوام غوښتنه وکړه.

د رياست الوزرا سياسي مرستيال ویلي، چې په ټول هيواد کې امنيت تامين شوی، د نشه يي توکو تولید او قاچاق منع شوی او په ټول افغانستان کې جګړه پايته رسېدلې ده. د بهرنيو هیوادونو اتباع کولای شي ټول افغانستان ته سفر وکړي او نړۍ ته د افغانستان مثبت تصوير وړاندې کړي او د افغانستان له لوري هېڅ شخص او هيواد ته خطر متوجه نه دی.

د مولوي عبدالکبیر په وینا؛ په دې وروستيو کې افغانستان کې ډېر پرمختګونه شوي دي، چې کولای شو د سالنګ لويې لارې د بيارغاونې او قوش تېپې کانال د لومړي فاز کارونو بشپړېدل، د کابل-کندهار لويې لارې د بيارغاونې چارو دوام او د يو شمېر نورو زېرينايي پروژو ګټې اخيستنې ته سپارل ياد کړو.

د رياست الوزرا سياسي مرستيال د خپلو خبرو پای کې، اسلامي امارت ته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ بېرته ګرځولو ترڅنګ وويل، په بهرنيو هيوادونو کې د ځينو کسانو او حلقاتو له لوري د اسلامي امارت پر ضد منفي تبليغات په افغانستان کې د موجود وضعيت خلاف دي او موږ د نړۍ له هيوادونو څخه غواړو چې خپل استازي افغانستان ته واستوي، ترڅو په دې هيواد کې په مختلفو برخو کې مثبت تصوير له نږدې وويني.