ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اداري کمیسيون غونډه ترسره شوه

د اداري کمېسيون غونډه د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د ياد کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوه.

په دې غونډه کې، د بدني روزنې او ورزش عمومي رياست او د کابل ښاروالۍ رياست پر اړوندو موضوعاتو او غوښتنو بحث وشو او په هر اړخيز ډول د ارزونې ترڅنګ يې په تړاو لازم تصميمونه ونيول شول.

د غونډې په پای کې، د ملي دفاع او کانونو او پټرولیم وزارتونو اړوندو موضوعاتو د لا زياتې ارزونې په موخه جلا کمېټو ته دنده وسپارل شوه.