ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمیسیون دارالانشاء د کمېټو ورځنی کاري راپور

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء

د کمېټو ورځنی کاري راپور

نن پنجشنبه د ۳۰/۵/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۲۳/۹/۱۴۰۲ هـ ش نېټې سره سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه هېواد ته مهاجرین راستانه شوي او په بېلابیلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهـــــــــــار

تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

نن د تورخم له لارې (۸۰) کورنۍ او د نوموړو کورنیو (۱۸۱)تنه غړي ثبت او بایميټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

نن له تورخم څخه (۷۶) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۸۲)تنه و، ننګرهار، کنړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه ولیږدول شوې او یادو کورنیو ته (۱۱۳،۸۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۰۲) کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې مجموعًا (۱،۰۲۰،۰۰۰) افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

نن په تورخم کې (۳۵) کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپونو کې ځای پر ځای شوې دي او یادې کمېټې، د مېشتېدنې لنډمهاله کمپونو ته د څښاک پاکې اوبه رسولې دي او د مهاجرینو د اوبو ستونزه یې حل کړې ده. همدارنګه یادې کمېټې (۲۵) خېمې او (۳۰) د اوبو ټانکۍ راټولې کړې او ګودام ته یې سپارلې دي.

د مسجدونو او زده کړو کمېټه

نن د مسجدونو او زده کړو کمېټې د مسئولینو له لوري د تورخم اړوند په عمري کمپ کې د یو باب مسجد د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي چې تر دې مهاله یې د سنګ کارۍ کارونه بشپړ شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

نن د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:
غذا: نن د تورخم په کمپونو کې (۳۸۰۰) خوراکه ډوډۍ او (۱۳۵۰۰۰) لیټره پاکې اوبه توزیع شوي دي.
خوراکي توکي او البسه: په تورخم کې راستنو شویو مهاجرینو ته لاندې خوراکي توکي او البسه توزیع شوې:
(۴۰۰)تختې کمپلې، (۱۰۰)دانې فرشونه (۲۰۰) جمپرونه، (۱۲۰) بستې خام غذایي توکي، (۳۵۰) بستې معدني اوبه او (۵۰) کارتنه د لاس مینځلو مایع ویشل شوي دي.
مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۳۹۹) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې نن په تورخم کې (۱) تنه د بکلوریا سند لرونکي، (۱) تنه د فوق بکلوریا سند لرونکي، (۱) تن د لیسانس سند لرونکی، ، (۶) حافظان، (۵۲) تنه غریبکار او (۳۹) تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول (۱۰۰) تنه کیږي، ثبت کړل.
په تورخم کې (۱۳۵) تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.
دوه تنه ماشومان چې د خپلو کورنیو څخه نادرکه شوي و پیدا او خپلو کورنیو ته تسلیم شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

نن په تورخم کې راستنو شویو مهاجرینو ته د تېر په څېر عامه پوهاوی ورکړل شو، مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله میشتدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم او ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو..

کنـــــــــــــــــــــــــــدهار

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

نن د سپین بولدک له لارې (۱۲۹) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۶۸۸) تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۲۹) کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې مجموعًا (۱،۲۹۰،۰۰۰) افغانۍ کیږي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

نن له سپین بولدک څخه (۵۴) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۷۹۷)تنه و، قندهار او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه ولیږدول شوې او یادو کورنیو ته (۶۹،۰۰۰) زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

نن په سپین بولدک کې (۱۸۵) کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپونو کې ځای پر ځای شوې دي او همدارنګه (۲) بابه تشنابونه جوړ او (۱۰۰)دانې بخارۍ مهاجرینو ته اېښودل شوې دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

نن په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:
غذا: په سپین بولدک کې (۱۹۵۰) خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه توزیع شوې دي.
روغتیا: په سپین بولدک کې (۵۲۶) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي او (۱۱) تنو ته بېلا بېل واکسین تطبیق شوي دي.
البسه: نن په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان مهاجرینو ته ویشل شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو مهاجرینو ته (۳۹۰) عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې نن په سپین بولدک کې (۳) تنه د بکلوریا سند لرونکي، (۴) تنه حافظان، (۵) تنه دیني عالمان، (۱۵۲) تنه غریبکار او (۸۴) تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول (۲۴۸) تنه کیږي، ثبت کړي دي.

پکتیا

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

نن د پکتیا د حضرت ابوبکر صدیق رض په کمپ کې (۵) کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوې دي.

پکتیکا

آنګور اډه (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

نن د انګور اډې له لارې (۱) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۵) تنه و، هېواد ته راستنه او ثبت شوې دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

نن د آنګور آډې له لارې څخه (۱) کورنۍ چې د افرادو شمېر یې (۵) تنه و، خپلې اړونده سیمې ته لېږدول شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

نن په انګور اډه کې له (۱) کورنیو سره لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته شوې چې مجموعًا (۱۰،۰۰۰) زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

نن په آنګور اډه کې (۴) کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوې دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

نن په آنګور آډه کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
غذا: نن مهاجرینو ته په آنګور اډه کې (۹۳)خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه توزیع شوي دي.
روغتیا: نن په آنګور آډه او ښرنه کې (۳۷) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي او (۲) تنو ته بېلابېل واکسین تطبیق شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو مهاجرینو ته (۳) عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

نن په آنګور اډه کې د تېر په څېر راستنو شویو مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو، مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله میشتدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم او ښوونې او روزنې او د ماشومانو د ښه راتلونکي په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هـــرات

اســــلام کلا، لار

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

نن په هرات کې (۳۹) کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوې دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

نن د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۴۵) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۳۵) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي. او همدا راز (۱۸۹۸)مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

نن د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې له (۱۰) کورنیو سره لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته شوې چې مجموعًا (۱۰۰،۰۰۰) زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

نن په نیمروز کې (۳۷) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۱۷) تنه و، د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوې دي او یادو کورنیو ته د ځای، البسې، غذا ترتیبات نیول شوې او د آی او ایم موسسې له لوري ورسره نغدي او غیرنغدي مرستې وشوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

نن د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:
مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري (۴۵) عدده سیم کارتونه مهاجرینو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنیټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

نن د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې (۱۳۵) تنو مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:
یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

کابـــــــل

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

نن له کابل څخه (۳۰) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۷۱)تنه و، کندز، بلخ او خوست ولایتونو ته په خوندي توګه ولېږدول شوې او د یادو کورنیو د موټرو ټوله کرایه (۱۰۳،۳۵۰) افغانۍ شوې ده.

د ټولو دروازو او کمېټو د بېلابېلو فعالیتونو مجموعي ارقام په لاندې توګه دي:

ټول ثبت شوي مهاجرین: (۲۵۵) کورنۍ او (۱۰۰۹) افراد
ټول لېږدول شوي مهاجرین: (۱۶۱) کورنۍ او (۱۲۵۵) افراد
ټول مرسته شوي مهاجرین: (۲۴۲) کورنۍ
لنډمهالي مېشت شوي مهاجرین: (۲۶۱)کورنۍ
ټول تداوي شوي مهاجرین: (۶۶۲) تنه
توزیع شوي سیمکارتونه: (۸۳۷) عدده

د مهاجرینو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء