ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر د رياست الوزرا له اداري مرستيال او د کابينې له يو شمېر غړو سره لیدنه وکړه

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ریاست الوزرا له اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د اسلامي امارت د کابینې یو شمېر غړو او مسوولینو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت سرپرست وزیر ملا محمد عباس اخند، د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور، د کرنې او مالداري سرپرست وزیر عطاء الله عمري او د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر ملا عبدالمنان عمري هم حضور درلود.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د عیادت ترڅنګ یې د اسلامي امارت پر وروستیو لاسته راوړنو او پرمختګونو خبرې وکړې.

مولوي عبدالسلام حنفي ویلي؛ له پاکستان څخه د راستنو شویو او را روانو کډوالو لپاره هر راز اسانتیاوې چمتو شوي او مرستې همغږې شوې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د مرستو رسولو په برخه کې د کورنیو او بهرنیو ادارو ترمنځ بشپړه همغږي موجود ده.

دغه راز د کابینې غړو پخپلو خبرو کې ویلي، چې د اړوندو ادارو کارونه د ټاکل شویو موخو او د اسلامي امارت د پالیسۍ مطابق روان دي او په هره برخه کې پرمختګونه رامنځته شوي دي.

مولوي عبدالکبیر د کابینې غړو په ګډون له ټولو چارواکو او مسؤولینو څخه مننه کړې، چې د ورسپارل شویو چارو د ښه ترسره کېدو په موخه هڅې کوي او د هغوی د پرله پسې هڅو له امله د کډوالو لپاره ښه انتظام شوی دی.

د مولوي عبدالکبیر په وینا؛ له ګاونډیو هېوادونو څخه په بېړه او اجباري ډول د راستنېدونکو کډوالو د پروسې ښه مدیریت او هغوی ته پر وخت رسیدګي څرګنده کړه، چې دولتي ادارې لوړ ظرفیت او د افغانستان د ابادولو جوګه دي.

نوموړي زیاته کړې، د ځپونکیو طبیعي پېښو ترڅنګ په اجباري ډول د سلګونه زره کډوالو او راستنېدونکیو تنظیم او ورته لازم چمتووالی د نړۍ د پرمختللو هېوادونو له وسې هم وتلی کار دی؛ خو اسلامي امارت پخپل خلوص، نه ستړي کېدونکو هڅو او د هېوادوالو په مرسته دغه بهیر کنټرول کړی دی.