د افغانستان لپاره د ایټالیا د سفارت شارژدافېرې ناتالیا کوینتاویل او ورسره مل پلاوي د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره لیدنه کړې.
په یاده لیدنه کې د دواړو لورو ترمنځ په دې وروستیو کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي په وروستي راپور او له پاکستان څخه د افغان کډوالو د اجباري وېستنې خبرې شوي.
همداراز د ایټالیا هېواد له لوري په بشر دوستانه، روغتیا، کرنې او د یاد هېواد د نیمه بشپړو شویو پروژو په برخو کې د دغه هېواد د مرستو او همکاریو په زیاتېدو او ګڼو نورو دوه اړخيزه مسايلو خبرې اترې شوي.

