د ممیزو د پروسس او بسته بندۍ یوه کارخونه هره ورځ د هېواد شاوخوا څلور ټنه ممیز پروسس او بسته بندې کوي.
یادې کارخونې له یوې میاشتې څخه په کمه موده کې يې ۶۰ ټنه ممیز روسیې ته په مسلسل ډول صادرکړي دي.
دغه کارخونه چې د پروان ولایت چاریکارو ښار کې موقعیت لري، د دغه ولایت ۱۰۰ تنو اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
دغې کارخونې څخه د پروان ولایت د صنعت او سوداګرۍ رییس قاري راز محمد یاسر د لیدنې پرمحال د کارخونې مسول ویلي؛ موږ اوس له کومې ځانګړې ننګونې سره مخ نه یو، خو هڅه کوو چې دغې کارخونې ته لا زیاتو کارکوونکو ته د کار زمینه برابره کړو.
اوسمهال د پروان ولايت په بېلابېلو سيمو کې ٢٥ شرکتونه او کارخونې فعاليت لري.

