ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

چهار شنبه د ۲۹/۵/۱۴۴۵ هـ ق نېټه، چې ۲۲/۹/۱۴۰۲ هـ ش نېټې سره سمون خوري

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه هېواد ته  کډوال راستانه شوي او په بېلابیلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهـــــــــــار

تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

نن د تورخم له لارې ۶۳ کورنۍ او د نوموړو کورنیو ۱۲۶ تنه غړي ثبت او بایميټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

نن له تورخم څخه ۱۰۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۷۱ تنه و، ننګرهار، کنړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه ولیږدول شوې او یادو کورنیو ته ۱۴۷ زره او ۴۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۳۱ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې مجموعًا یو میلیون او ۳۱۰ زره  افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

نن په تورخم کې ۲۵ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپونو کې ځای پر ځای  شوې دي او یادې کمېټې، د مېشتېدنې لنډمهاله کمپونو ته پاکې  اوبه رسولې دي او هلته یې د کډوالو د اوبو ستونزه حل کړې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

نن د تورخم په عمري کمپ کې راستنیدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:

غذا: نن د تورخم په کمپونو کې څلور زره خوراکه ډوډۍ او ۱۳۵ زره لیټره پاکې اوبه توزیع شوي دي.

خوراکي توکي او البسه: په تورخم کې راستنو شویو کډوالو ته لاندې خوراکي توکي او البسه توزیع شوې:

۳۰۰ تختې کمپلې، ۱۰۰د جامو بستې چې د ماشومانو کمپلې،لاس پاکونه، جورابې او بنېنونه پکې شامل و، ۱۰۰ بستې خام غذایي توکي، ۴۰۰ بستې معدني اوبه او ۵۰ کارتنه د لاس مینځلو مایع ویشل شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۳۹۹ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې نن په تورخم کې نهه تنه د بکلوریا سند لرونکي، دوه تنه د فوق بکلوریا سند لرونکي، درې حافظان، ۱۵۶ تنه غریبکار او ۱۲۳ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۲۹۳ تنه کیږي، ثبت شوي دي.

په تورخم کې ۱۲۵ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

دوه تنه ماشومان چې د خپلو کورنیو څخه نادرکه شوي و پیدا او خپلو کورنیو ته تسلیم شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

نن په تورخم کې راستنو شویو کډوالو ته د تېر په څېر عامه پوهاوی ورکړل شو، کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم او ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو..

کنـــــــــــــــــــــــــــدهار

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

نن د سپین بولدک له لارې ۱۵۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۷۹۰ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۵۸ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې مجموعا یو میلیون او ۵۸۰ زره افغانۍ کیږي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

نن له سپین بولدک څخه ۱۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۲۰ تنه و، کندهار، هرات او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه ولېږدول شوې او یادو کورنیو ته ۲۲ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

نن په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:

غذا: په سپین بولدک کې دوه زره او ۳۱۰ خوراکه ډوډۍ او اوبه توزیع شوې دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۶۱۰ تنه راستنه شوي کډوال تداوي شوي دي او ۳۰ تنو ته بېلابېل واکسین تطبیق شوي دي.

البسه: نن په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان کډوالو ته ویشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۴۰۰ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په سپین بولدک کې نهه تن د بکلوریا سند لرونکی، یو تن د فوق بکلوریا سند لرونکی، اته تنه دیني عالمان، ۱۷۸ تنه غریبکار او ۱۳۸ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۳۳۴ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

نن په سپین بولدک کې راستنو شویو کډوالو ته د تېر په څېر عامه پوهاوی ورکړل شو، کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله میشتدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم او ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو. همدارنګه له رسنیو سره د راپور جوړولو په موخه همکاري شوې ده.

پکتیکا

آنګور اډه (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د انګور اډې له لارې پینځه کورنۍ هېواد ته راستانې او  ثبت شوې دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

د آنګور آډې له لارې څخه پینځه کورنۍ خپلو اړونده سیمو او ولایتونو ته لېږدول شوې دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

په انګور اډه کې له پینځه کورنیو سره لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته شوې چې مجموعًا ۵۰ زره افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

انګور آډه کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: نن په آنګور اډه کې ۱۷۹ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه کډوالو ته توزیع شوي دي.

روغتیا: نن په آنګور آډه او ښرنه کې ۷۴ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي او اته تنو ته بېلابېل واکسین تطبیق شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۲۱ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په انګور اډه کې د تېر په څېر راستنو شویو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو، کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتدنې او همدرانکه د هیواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم او ښوونې او روزنې او د ماشومانو د ښه راتلونکي په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هـــرات

اســــلام کلا، لار

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۳۸ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي، او د نوموړو کورنیو ۸۳ تنه هغه غړي چې عمرونه یې تر ۱۴ کلونو زیات وو بایميټریک شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د اسلام کلا په لاره کې له ۲۴ کورنیو سره لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته شوې چې مجموعًا ۲۴۰ زره افغانۍ کیږي.

نیمروز

ورېښمو لار

د ثبت، تثبیت او ستقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۱۴ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۴۸ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي. او همدا راز دوه زره او ۲۸۹ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

نن د اسلام کلا په لاره کې له پینځه کورنیو سره لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته شوې چې مجموعًا ۵۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په نیمروز کې ۲۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۴ تنه و، د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوې دي او یادو کورینو ته د ځای، البسې، غذا ترتیبات نیول شوې او د آی او ایم موسسې له لوري ورسره نغدي او غیرنغدي مرستې وشوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۱۴ عدده سیم کارتونه کډوالو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

نن د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار  کې ۴۸ تنو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

کابـــــــل

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

نن له کابل څخه ۵۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۶۲ تنه و، کندوز، بلخ او خوست ولایتونو ته په خوندي توګه ولیږدول شوې او د یادو کورنیو د موټرو  ټوله کرایه۲۰۲ زره افغانۍ شوې ده. 

د ټولو دروازو او کمېټو د بېلابیلو فعالیتونو مجموعي ارقام په لاندې توګه دي:

ټول ثبت شوي کډوال:              ۲۷۸ کورنۍ او یو زر او ۷۴ غړي

ټول لېږدول شوي کډوال:          ۱۳۳ کورنۍ او ۷۰۱ غړي

ټول مرسته شوي کډوال:           ۱۳۳ کورنۍ

لنډمهالي مېشت شوي کډوال:       ۴۵ کورنۍ

ټول تداوي شوي کډوال:            ۶۸۴  تنه

توزیع شوي سیمکارتونه:            ۸۳۴ عدده

د کډوالو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا