د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه صاحب سراج الدین حقاني کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومیا سره لیدنه کړې.
ښاغلي تاکایوشي د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې د افغانستان په اړه د جاپان هېواد د مثبت دریځ یادونه کړې او ویلي یې دي، چې جاپان د سیمې په کچه افغانستان سره په سختو حالاتو کې د نړیوالې ټولنې له لارې مرستې کړې او له دې وروسته هم خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.
نوموړي زیاته کړې، چې جاپان له افغان مهاجرو سره خپلې مرستې جاري، دغه راز د افغانستان له روغتيايي برخې سره به هم د مرستو لړۍ دوامداره ساتي او له نشهيي توکو سره د مبارزې په برخه کې جاپان د افغانانو تر څنګ ولاړ دی.
ښاغلي تاکایوشي کورومیا هېواد ته د راستنېدونکو افغان کډوالو د مديريت په برخه کې د اسلامي امارت هڅې ستایلې او په وينا يې که څه هم د راستنېدونکو کډوالو شمېر لوړ و، خو لومړنۍ مرستې په ښه توګه ور و رسول شوې او په ښه توګه يې لاسنيوی و شو.
د جاپان سفیر د سراسري ډاډمن امنیت، فساد او نشهيي توکو سره په مبارزه کې د اسلامي امارت هڅې ستایلې او ویلي یې دي، چې جاپان افغانستان کې د ثبات ملاتړی دی.
وروسته د کورنيو چارو سرپرست وزیر خلیفه صاحب هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ، افغانانو سره د ياد هېواد له همکاریو او مرستو مننه کړې او هيله یې ښودلې، چې نړیواله ټولنه باید د مخدره موادو په کنټرول کې له افغان کروندګرو سره د بدیل معیشیت لپاره ښه توجه وکړي، ترڅو د دغه بشري ناورين ناورین عوامل نور هم له منځه لاړ شي.
په پای کې خلیفه صاحب د جاپان سفیر ته د همکاریو ډاډ ورکړی دی.

