ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزرا اداري مرستیال: اسلامي امارت د هېواد د پرمختګ کلک هو‌‌‌‌‌‌ډ لري

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د بدخشان ولایت د کشم او تګاب ولسوالیو یو شمېر علماوو او مجاهدینو سره لیدنه کړې.

د کشم ولسوال ‌‌‌‌‌‌قاري محمداصف او علماوو په یاد ولایت او په ځانګړي ‌‌‌‌‌‌ډول د کشم او تګاب ولسوالیو د ټولنیز او اقتصادي وضعیت او محلي حکومتولۍ په هکله د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي.

علماوو ویلي؛ محلي مسولین تل د امنیت د تامین، د خلکو د ستونزو د حل او هغوی ته د اسانتیاوو د برابرولو کوښښ کوي.

نوموړو د اسلامي امارت رهبرۍ غوښتي، چې ځوانانو ته د کاري زمینو پیدا کول، د سرکونو ترمیم او په دې ولسوالیو کې د مخابراتي اسانتیاوو برابرولو ته پاملرنه وکړي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي، اسلامي امارت د امنیت د تامین او خلکو ته د اسانتیاوو برابرولو کوښښ کوي او د هېواد د پرمختګ هو‌‌‌‌‌‌ډ لري.

مولوي عبدالسلام حنفي د هغوی د وړاندیزونو په اړه ویلي، اسلامي امارت به شته امکاناتو ته په پام د یادو وړاندیزونو په برخه کې هڅې وکړي.