د چاپېریال ساتنې ملي ادارې پالیسي او مسلکي مرستیال ډاکټر زین العابدین عابد د ۱۴۰۲ کال د لیندۍ په ۲۱مه نېټه د(UNIDO) ملګرو ملتونو د صنعتي پراختیایي سازمان له استازي اننو فکایا سره د اوزون پوړ د ساتنې په برخه کې د پروژو د بیا پیلېدو په تړاو غونډه کړې.
په غونډه کې د هایدرو کلورو فلورو کاربن ګازونو د له منځه وړلو او د مونټریال پروتوکول اړوند ورته د بدیل پیدا کولو، په دې برخه کې د خلکو د عامه پوهاوي کچې لوړولو او کیګالي بدلونونو په هکله هر اړخیزې خبرې شوي.
همدا راز د ارقامو په شریکولو، ګډه همغږۍ، د اوزون پوړ ویجاړوونکو ګازونو په تړاو راپور ورکول، د ادارې او کار او ټولنیزو چارو وزارت تر منځ د پریکړه لیک لاسلیک کولو په تړاو هوکړه شوې.
په پای کې د (UNIDO) استازي اننو فکایا د دې ادارې د بند امیر غونډو په تالار کې د اقلیمي بدلون ریاست تخنیکي ټیم ته د وړاندې شوو موضوعاتو په هکله معلوماتي پرزنټیشن وړاندې کړی.

