د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي او سفیر ښاغلي حسن کاظمي قمي د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د افغانستان او ایران د وروستیو اقتصادي دوه اړخیزو پرمختګونو، په ایران کې د افغان مهاجرینو د ستونزو او د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي همکاریو په اړه مفصل بحث شوې.
ښاغلي متقي ایراني پلاوي ته له ښه راغلاست ویلو وروسته په ایران کې د افغان مهاجرینو د حقوقي او قضايي ستونزو د جدي حل او د دواړو هېوادونو د دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او کلتوري اړیکو اغېزمنه پالنه اړینه بللې ده.

ښاغلي قمي د خپلو خبرو په پیل کې ایران ته د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت په مشرۍ د افغان لوړ پوړي پلاوي له ورتګ او د دوه اړخیزو همکاریو د پرمختګ یادونه کړې او ویلي یې دي، چې سیمهییز اتصال او د اقتصادي همکاري وده به د دواړو هېوادونو سیاسي او اقتصادي اړیکې لا پیاوړې او غښتلې کړي.
په ناسته کې د افغانستان او ایران د هر اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او پرمختګ په برخه کې په دوه اړخیز جدیت او د رغنده کړنو په تر سره کولو ټینګار شوی دی.

