په هېواد کې د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا او دودولو په موخه د افغانستان بانک په نوښت ناسته کړې.
په ناسته کې د افغانستان بانک د مشرتابه پلاوي ترڅنګ د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي مرستیال او د افغانستان د اسلامي بانکوالۍ او علومو اکاډمۍ د معاصرو علومو د څېړنیز مرکز رییس او د اسلامي بانکوالۍ د چارو یو شمېر کار پوهانو ګډون کړی وو.
هدایت الله بدري د اسلامي بانکوالۍ د اهمیت په تړاو ویلي؛ اسلامي بانکوالي اوسمهال د نړۍ په ټولو اسلامي او غیر اسلامي هېوادونو کې د ودې په درشل کې ده.
دا په دې مانا چې اسلامي بانکوالي یوه بنسټیزه اړتیا ده او د اقتصادونو په وده او غوړېدا کې مهمه ونډه لري.
نوموړي زیاته کړې؛ چې د افغانستان بانک د تېرو دوو کلونو په اوږدو کې د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا او دودولو په برخه کې اغېزناکې هڅې کړي دي، خو د هغه د لا زیاتې پرمختیا لپاره یې د اکاډمیکو بنسټونو او کلیدي وزارتونو لکه پوهنې، لوړو زده کړو او حج و اوقافو وزارتونو همکارۍ ته اړتیا لرو، څو د عامه ذهنونو په روښانه کولو او ذهنیت جوړولو کې د افغانستان بانک سره د اسلامي بانکوالۍ د ودې او دودولو لپاره همغږي او همکاري وکړي.
د افغانستان بانک سرپرست د دې ډول پروګرامونو جوړول د اسلامي بانکوالۍ دودولو لپاره اړین ګڼلي او له ګډونوالو یې غوښتي، څو د خپلو ګټورو نظرونو او رغنده مشورو په وړاندې کولو سره د افغانستان بانک مرسته وکړي.
ډاکټر یوسف سلیم د اسلامي بانکوالۍ د بهیر، دوه کلنو لاسته راوړنو، د اسلامي بانکوالۍ اوسني وضعیت او راتلونکي پروګرامونو په تړاو ګډونوالو ته هر اړخیز پریزنټېشن وړاندې کړی او د ارشاد، حج او اوقافو له وزارت او علومو اکاډمۍ څخه غوښتي، چې د عامه ذهنونو د روښانولو او په هېواد کې د اسلامي بانکوالۍ د دودلو په برخه کې له د افغانستان بانک سره مرسته وکړي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي مرستیال مولوي زر محمد حقاني د افغانستان بانک سره د همکارۍ د کچې په تړاو خبرې کړي او په مرکز او ولایتونو کې یې د جوماتونو او مدرسو له لارې د عامه پوهاوي د پروګرامونو ترسره کولو لپاره چمتوالی څرګند کړی.
نوموړي د دې پروګرامونو د لا ښه تنظیمولو لپاره غوښتي، څو د افغانستان بانک د علومو اکاډمۍ په همکارۍ سره یو لارښود جوړ کړي او له دوی سره یې شریک کړي.
د اسلامي بانکوالۍ او د علومو اکاډمۍ د معاصرو علومو د څېړنیز مرکز رییس مفتي ابو سعید الراشد د اسلامي بانکوالۍ په برخه کې د بانکونو د مسلکي کارکوونکو پر ظرفیت لوړونې ټینګار کړی او په دې تړاو یې ګټورې طرحې وړاندې کړې.
نوموړي د اسلامي بانکوالۍ د دودولو او پراختیا د بهیر د بریالي کېدو لپاره د ښوونیزو او روزنیزو ادارو ګډو هڅو ته اشاره کړې او له د افغانستان بانک څخه یې د دې پروګرامونو د جوړولو له امله مننه کړې.
یاده غونډه به د شریعت په رڼا کې د خلکو له غوښتنو سره سم د معقولو پالیسیو د طرحې په کچه تخنیکي بحثونو ته لاره پرانیزي او تمه کېږي، چې په دې برخه کې به د بېلابېلو ادارو په ګډو هڅو سره عملي اقدامات ترسره شي.

