ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د خزاینو لوی ریاست پلاوي د ولایتي ادارو د مالي چارو ارزوني په موخه جنوب لودیځ ولایتونو ته سفر کړی

د افغانستان د مالي مدیریت معلوماتي سیسټم (افمیس) رییس ستارالدین معتصم او د محاسباتو رئیس محب الله صاحبزاده په مشرۍ د مالیې وزارت د خزاینو لوی ریاست ۱۳ کسیز تخنیکي پلاوي د خپلو ولایتي سفرونو په دوام؛ دا ځل، هلمند، نیمروز، فراه، هرات او بادغیس ولایتونو ته سفر وکړ.

یاد پلاوي، د بې ځایه لګښتونو د مخنیوي، د بیروکراسۍ ختمولو، د مستوفیتونو او ولایتي ادارو ترمنځ د همغږۍ پیاوړي کولو، په اداري کړنو کې د روڼتیا او ښه والي راوستلو، د اوږدو پروسو لنډولو، د دقیق او پر وخت حساب ورکولو او نورو اړوندو موضوعاتو په تړاو له ولایتي مسئولینو سره لیدني کړي.

 ټاکل شوي پلاوي د یادو ولایتونو د مستوفیتونو په ګډون، د ټولو ولایتي ادارو د مالي مسولینو سره د لګښتونو د اجرا په برخه کي د ستونزو د حل په موخه خبرې کړي، تر څو ولایتي ادارې وکولای شي پر وخت او دقیقه ډول خپل لګښتونه اجرا کړي.