ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د چارو ادارې لوی رییس په مشرۍ د غزني، زابل او پکتيکا د سرحدي پولو ستونزې حل په اړه غونډه شوې

د چارو ادارې لوی رییس مولوي نورالحق انور په مشرۍ د غزني، زابل او پکتيکا ولايتونو د سرحدي پولو د ستونزې هواري په اړه د کابينې د پرېکړې د پلي کولو په موخه ناسته شوې.

په ناسته کې د چارو ادارې لوی رییس ویلي؛ تر دې وړاندې د ژبې، قوم او سمت په نومونو باندې د افغانانو د وېشل کېدو هڅې کېدې، خو اسلامي امارت د ولسونو ترمنځ د يووالي او ستونزو د هوارۍ اراده لري او په دې برخه کې عملي ګامونه اخلي.

مولوي نورالحق انور زیاته کړې؛ چې اسلامي امارت د هېواد ټولو قومونو ته په يو نظر ګوري، ټول ولس خپل وروڼه ګڼي او د خلکو غوښتنې ته لومړیتوب ورکوي ترڅو يووالی رامنځته او ټول افغانان په ګډه هېواد ته کار وکړي.

د چارو ادارې لوی رياست ګمارل شوي تخنيکي پلاوي له لوري، چې يادې سيمې ته يې سفر کړی و، خپل راپورونه او معلوماتي يادښتونه‌ وړاندې کړي.

همداراز په ناسته کې د ولايتونو استازو د موضوع اړوند خپل نظريات شريک کړي.

د يادې موضوع د اساسي حل په اړه پرېکړه شوې، چې د زابل او کندهار ولايتونو استازو سره دې هم غونډه وشي او له هغې وروسته به ياده موضوع د وروستۍ پرېکړې لپاره د کابينې غونډې ته وړاندې شي.