د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد پښتونخوا کې د تېرې ورځې د برید په تړاو د پاکستان له لوري د افغانستان د شارژدافیر احضارولو په غبرګون کې ویلي، چې دا برید په افغانستان پورې هېڅ اړه نه لري.
نوموړي له ملي تلویزیون سره په خبرو کې ویلي، چې د داسې پېښو د مخنیوي لپاره باید د پاکستان په داخل کې اقدام وشي، ځکه د پېښې سیمه له افغانستان څخه په سلګونه کیلو متره لېرې او د پاکستاني امنیتي ځواکونه تر کنټرول لاندې ده.
ښاغلی مجاهد زیاته کړې، چې هره موضوع پر بل چا پورې تړل د حل لاره نه ده.
تېره ورځ د خیبر پښتونخوا دېره اسماعیل خان په درابڼ کې د یوه وسلهوال برید له امله لږ تر لږه ۲۳ پاکستاني پوځیان وژل شوي او ۳۴ نور ټپیان وو.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ادعا وکړه، چې د اسلامي امارت شارژدافیر یې احضار کړی او غوښتنه یې ترې کړې، چې کابل دې وروستی برید وڅېړي.
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد یې په غبرګون کې ویلي، چې دا برید په افغانستان پورې هېڅ اړه نه لري.
د یادولو وړ ده، چې د افغانستان اسلامي امارت په ځلونو ټینګار کړی او ډاډ یې ورکړی، چې د افغانستان خاوره به د سیمې، ګاونډ او نړۍ د هېڅ هېواد په ضد ونه کارول شي.

