ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

سه شنبه د ۱۴۴۵/۵/۲۸هـ ق نېټه، چې ۱۴۰۲/۹/۲۱ هـ ش نېټې سره سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه هېواد ته  کډوال راستانه شوي دي او په بېلابیلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهـــــــــــار

تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

نن د تورخم له لارې ۸۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

نن له تورخم څخه ۴۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۴۴ تنه و، ننګرهار، کنړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه ولیږدول شوې او یادو کورنیو ته ۵۵ زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په تورخم کې ۳۰ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپونو کې ځای پر ځای  شوې دي او یادې کمېټې، د مېشتېدنې لنډمهاله کمپونو ته اوبه رسولې دي او هلته یې د کډوالو د اوبو ستونزه حل کړې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:

غذا: نن د تورخم په کمپونو کې څلور زره خوراکه ډوډۍ او ۱۳۵زره لیټره پاکې اوبه توزیع شوي دي.

خوراکي توکي او البسه: په تورخم کې راستنو شویو کډوالو ته لاندې خوراکي توکي او البسه توزیع شوې:

۳۰۰ تختې کمپلې، ۱۲۰ د جامو بستې، ۱۲۰ بستې خام غذایي توکي، ۲۰۰ بستې د څښاک اوبه او ۶۰ کارتنه د لاس مینځلو مایع ویشل شوي دي.

مخابرات: راغلیو کډوالو ته ۲۷۴ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په تورخم کې درې تنه د بکلوریا سند لرونکي، یو تنه د فوق بکلوریا سند لرونکي، یو تن د لیسانس سند لرونکی، یو د ماسترۍ سند لرونکی، درې حافظان، ۵۴ تنه غریبکار او ۳۷ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۱۰۰ تنه کیږي، ثبت کړل.

په تورخم کې ۱۷۳ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شول.

دوه تنه ماشومان چې د خپلو کورنیو څخه نادرکه شوي و، پیدا او خپلو کورنیو ته تسلیم شول.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په تورخم کې راستنو شویو کډوالو ته د تېر په څېر عامه پوهاوی ورکړل شو، کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم او ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو. همدارنګه له رسنیو سره د راپور جوړولو په موخه همکاري شوې ده.

کنـــــــــــــــــــــــــــدهار

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

نن د سپین بولدک له لارې ۱۰۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۶۲ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۰۹ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې مجموعا یو میلیون او ۹۰ زره افغانۍ کیږي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

نن له سپین بولدک څخه ۲۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې۱۱۴ تنه و، کندهار، هرات او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه ولیږدول شوې او یادو کورنیو ته ۳۰ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوه.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

نن په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:

غذا: په سپین بولدک کې یو زر او ۷۰۰ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه توزیع شوې دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۳۶۵ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي او ۱۲ تنو ته بېلابېل واکسین تطبیق شوي دي.

البسه: نن په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان کډوالو ته ویشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۳۳۱ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې نن په سپین بولدک کې اته تن د بکلوریا سند لرونکی، اته تنه حافظان، پینځه تنه دیني عالمان، ۲۰۴ تنه غریبکار او ۹۰ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۳۱۵ تنه کیږي، ثبت کړل.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په سپین بولدک کې راستانه شویو کډوالو ته د تېر په څېر عامه پوهاوی ورکړل شو، کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله میشتدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم او ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو. همدارنګه له رسنیو سره د راپور جوړولو په موخه همکاري شوې ده.

پکتیکا

آنګور اډه (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

نن د انګور اډې له لارې درې کورنۍ هېواد ته راستانه او ثبت شوې دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

نن د انګور اډې له لارې څخه اووه کورنۍ چې د افرادو شمېر یې ۴۲ تنه و، خپلو اړونده سیمو او ولایتونو ته لېږدول شوې دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

نن په انګور اډه کې له درې کورنیو سره لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته شوې چې مجموعًا ۳۰ زره افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

نن په انګور اډه کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: نن په آنګور اډه کې ۱۲۹ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه کډوالو ته توزیع شوي دي.

روغتیا: نن په انګور اډه کې ۶۲ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شول او نهه تنو ته بېلابېل واکسین تطبیق شول.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستانه شویو کډوالو ته اته عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

نګور اډه کې د تیر په څېر راستانه شویو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو، کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم او ښوونې او روزنې او د ماشومانو د ښه راتلونکي په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هـــرات

اســــلام کلا، لار

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

نن د اسلام کلا له لارې ۲۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۳ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوې دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

نن د اسلام کلا په لاره کې له ۲۳ کورنیو سره لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته شوې چې مجموعًا ۲۳۰ زره افغانۍ کیږي.

نیمروز

ورېښمو لار

د ثبت، تثبیت او ستقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۳۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۴۴ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

همدا راز یو زر او ۵۲۴ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د اسلام کلا په لاره کې له ۱۲ کورنیو سره لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته شوې چې مجموعا ۱۲۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

نن په نیمروز کې ۳۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۱۱ تنه و، د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوې دي او یادو کورینو ته د ځای، البسې، غذا ترتیبات نیول شوې او د آی او ایم موسسې له لوري ورسره نغدي او غیرنغدي مرستې وشوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستانه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۳۷ عدده سیم کارتونه کډوالو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د مساجدو او زده کړو کمېټه

د مساجدو او زده کړو کمېټې له لوري د نیمروز ولایت د پل ابریشم کمپ لپاره یو ملاامام او یو مؤ‌ذن ګمارل شوي دي او همدارنګه د یاد کمپ مسجد ته ټول اړین وسایل ورکړل شوي دي

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار  کې ۳۷ تنو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

د ټولو دروازو او کمېټو د بېلابیلو فعالیتونو مجموعي ارقام په لاندې توګه دي:

ټول ثبت شوي کډوال:              ۲۵۳ کورنۍ او ۸۶۱ غړي

ټول لېږدول شوي کډوال:          ۷۱ کورنۍ او ۴۱۲ غړي

ټول مرسته شوي کډوال:           ۱۴۷ کورنۍ

لنډمهالي مېشت شوي کډوال:       ۶۱ کورنۍ

ټول تداوي شوي کډوال:            ۴۲۷ تنه

توزیع شوي سیمکارتونه:          ۶۵۰ عدده

د کډوالو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا