ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

” د افغانستان د ناپېیلي بهرني سیاست ګټې “ علمي-څېړنیز سیمینار تر سره شو

د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز په نوښت” د افغانستان د ناپېیلي بهرني سیاست ګټې “ تر سر لیک لاندې یو ورځنی علمي – څېړنیز سیمینار د هېواد د علماوو، پوهانو، څېړونکو، د پوهنتون استادانو او متخصصینو په ګډون ترسره شو.

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د طبیعي- تخنیکي علومو مرستیال مولوی امیرجان ثاقب د سیمينار ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د افغانستان د اسلامي امارت د بهرني سیاست پر بې طرفۍ ټېنګار وکړ.

 وروسته د بهرنیو چارو د وزير پیغام وارول شو.

 د ارشاد، حج او اوقافو وزیر دوکتور نورمحمد ثاقب د دغه ډول سیمينارونو د جوړولو له کبله د علومو اکاډمۍ ته د مبارکۍ تر څنګ د هېواد په کچه د علمي څېړنو د پراختیا غوښتنه کړې.

مولوی عبدالسلام حنفي د دغه ډول کنفرانسونو د لا دوام غوښتنه وکړه او هیله یې وښوده، چې په راتلونکي کې دې د دغه ډول سیمينارونو د جوړولو پر مهال د نورو هېوادونو څېړونکي هم دعوت شي.

همدارنګه نوموړي د افغانستان د بهرني سیاست په بې طرفۍ ټېنګار وکړ، تر څو په هېواد کې د دایمې سولې او امن لامل وګرځي.

د ازموینو ملي ادارې رییس مولوي عبدالباقي حقاني خوښي څرګنده کړه، چې د علومو اکاډمۍ په سیمینارونو کې ګډون کوي او د سيمينار اهميت او ارزښت يې په ډاګه کړ او دا ډول سیمينارونه يې د ستونزو د حل لپاره ګټور وبلل.

د ښوونې او روزنې پوهنتون رییس مولوي سيد بشير اغا هاشمي ویلي، څېړنې ستونزو ته حل لارې لټوي.

نوموړي ټولو ادارو ته د علمي-څېړنیزو اثارو پر تکثیر ټېنګار وکړ.

د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال دوکتور لطف الله خیرخواه د علم په پرمختګ کې یې د علومو اکاډمۍ کړنې وستایلې او د بهرني سیاست په موثریت باندې یې ګټور بحث وکړ.

د غونډې په دوهمه برخه کې یو شمېر علمي- څېړنیزې مقالې ولوستل شوې، چې د اړوندې موضوع مختلف اړخونه په کې بیان شول.

د مقالو په پای کې علمي بحث وشو او وړاندیزونه مطرح شول.

د سیمینار په پای کې ګډونوالو په لاندې ډول پرېکړه لیک تصویب کړ، تر څو اړوند لوري او ادارې  یې د پلي کیدو په برخه کې لازم اقدامات ترسره کړي:

1. د افغانستان د علومو اکاډمۍ ته وړاندیز کېږي، چې د بهرني سیاست له پلي کوونکو ادارو سره خپلې همکارۍ پراخې او د موضوع په اړه ترسره شوې څېړنې د اړوندو ادارو سره  شریکې کړي.

2. د اسلامي امارت دې د هېواد د دیني او ملي ګټو په چوکاټ کې داسې بهرنی سیاست غوره کړي، چې له بین المللي ټولنې سره د تعامل لاره پرانېزي.

3. په تېر کې افغانستان د نامتوازن بهرني سیاست له امله د نیابتي جګړو په ډګر بدل شوی، نو د اسلامي امارت ته وړاندیز کېږي، چې د سیمه ییزو او نړیوالو سترو ځواکونو په اړه په خپلو بهرنیو اړیکو کې توازن وساتي.

4. اسلامي امارت دې د ملي ګټو د تعریف لپاره تخصصي کمېسیون جوړ کړي، چې د همدغو تعریف شویو ملي ګټو په چوکاټ کې تدوین شوی بهرنی سیاست رامنځته کړي.

5. په تېر تاریخ کې د افغانستان له بېطرفه بهرني سیاست څخه دې، د هېواد په سترو پرېکړو کې درس واخیستل شي؛ یاد بهرنی سیاست نه د تل لپاره ګټور و او نه هم زیانمن.

6. د افغانستان ګاونډیان او د سیمې هېوادونه دې د افغانستان سټراټیژیک موقعیت ته د قوت په سترګه وګوري او د افغانستان اسلامي امارت دې د فعال بهرني سیاست له خپلولو سره د شاوخوا سیمو (مرکزي اسیا، جنوبي اسیا، جنوب ختیځه اسیا او منځني ختیځ) له امکاناتو او ظرفیتونو څخه لازمه ګټه واخلي.

7. اسلامي امارت دې د سیاسي، اقتصادي او نظامي ځواکمنتیا لپاره د ځانګړو مسایلو په اړه د اړتیا پر مهال بېطرفي غوره کړي.

8. اسلامي امارت ته وړاندیز کېږي، چې په بین المللي اړیکو کې بین المللي نورمونو او اصولو ته په پام سره د خپل بهرني سیاست ټول امکانات او ظرفیتونه د هېواد پیاوړتیا او د اسلامي او ملي ګټو څارنې ته ځانګړي کړي.

9. د اسلامي امارت دې متوازن بهرني سیاست ته لومړیتوب ورکړي، متوازن په دې معنی چې افغانستان له ټولو لوریو سره پرته له دې چې د هغوی تر منځ ټکرونه په پام کې ونیسي د خپلو شرعي او ملي ګټو په نظر کې نیولو سره چلند وکړي.

10. اسلامې امارت دې خپل منځي وحدت او له هېواد څخه بهر له اسلامي نړۍ سره خپله اړیکه ټینګه وساتي او دغه وحدت او اتحاد دې لاپیاوړی کړي.

د سیمینار یاد پریکړه لیک په  لسو مادو کې د رایو په اتفاق تائید او تصویب شو.  

یاد سیمینار د ارشاد حج او اوقافو وزارت مرستیال شیخ الحدیث عزیز الرحمن منصور په ارزونې سره پای ته ورسېد.