ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

امریکا له اوکراین سره د مالي مرستې توان نه لري

وروسته له هغې چې د اوکتوبر پر ۲۵ مه د امریکا د کانګریس نوی مشر ټاکل شوی، دغه هېواد د اوکراین لپاره د مرستو هېڅ کومه بسته نه ده اعلان کړې.

وروستیو کې د امریکا ولسمشر جوبایډن د اسرایلو او اوکراین لپاره د ۱۰۶ میلیارده امریکایي ډالرو وړاندیز کړی و، خو په کانګریس کې یې د تصویب لپاره ملاتړ او پام خپل نکړ.

د ناټو سازمان مشر ینس سټولنټن برګ ویلي، چې د دغه سازمان غړي هېوادونه اوکراین ته د مرستو رسولو په برخه کې پاتې راغلي او نه شي کولی کیف ته په کافي اندازه مهمات او مرستې ورسوي.

نوموړي اوکراین کې د ماتو د ډېرو بدو خبرونو د پېښېدو اټکل کړی او زیاته کړې یې ده، چې په هر حال کې باید له کیف څخه ملاتړ وکړي.

مسکو بیا له اوکراین سره د مرستو دوام د جګړې د دوام په مانا بولي، وایي چې روانو عملیاتو ته به د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو پورې دوام ورکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف دې وروستیو کې ویلي، چې تر دې وروسته یې لومړی هدف اوکراین سره د لوېدیځ د مرستو کڅوړې دي، چې په نښه به یې کړي.

د روسیې او اوکراین ترمنځ له روانې جګړې نږدې دوه کاله اوړي او په دغه موده کې له دواړو لوریو زرګونه کسان وژل شوي، ټپیان شوي.

اوکراین په دغه موده کې د ختیځ ځینې ځمکې هم له لاسه ورکړې دي.