ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

هېواد کې د صادراتو د پروسس لپاره د ۶ زونونه جوړولو طرحه منظور شوه

په افغانستان کې د صادراتې زونونو د رامنځته کولول په موخه د صنعت او سوداګرۍ وزارت په وړاندیز او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان پر اساس د صادراتو د پروسس زون د جوړولو په موخه د فواید عامې وزارت څخه صنعت او سوداګرۍ وزارت ته د ۱۰۰ جریبه ځمکې د انتقال په اړه د اړوندو ادارو ترمنځ ګډه ناسته شوې.

د همغږۍ په دې غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ، فواید عامې، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، کور او ښار جوړونې او ماليې وزارتونو او د کابل ښاروالۍ استازو ګډون کړی و.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صادراتو د چارو رییس احسان الله فطرت ویلي؛ د دغه زون جوړول د اقتصادي پرمختګ لپاره یو مهم ګام دی.

 نوموړي زیاته کړې؛ د صادراتو د پروسس زون د سوداګریزو توکو معیاري بسته بندي، پروسس او په معیاری توګه د توکو د انتقال لپاره زمینه برابروی .

 ښاغلي فطرت ویلي، د دغه زون د نه شتون له امله؛ افغانستان هر کال شاوخوا څلور ملیارده ډالره زیان سره مخ کیږی .

 د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صادراتو او سوداګرۍ په برخه کې د ملي معیارونو د اړتیا په پام کې نیولو او په دې پروسه کې د اسانتیاوو برابرولو، د معیاري بسته بندۍ، د کورنیو تولیداتو د معیاري کولو، د کارموندنې د رامنځته کولو او د هېواد د صادراتو د ودې او پراختیا په موخه د صادراتو د پروسس د زونونو د جوړولو طرح د هېواد په ۶ ولایتونو کې د هر زون لپاره ۱۰۰ جریبه ځمکې په نظر کې نیولو سره ترتیب او د مشرتابه قدرمن مقام ته استول شوې وه، چې د قدرمن مشرتابه لخوا تایید شوه .

 دغه زونونه به په کابل، کندهار، هرات، ننګرهار، بلخ او پکتیا ولایتونو کې جوړ شي.

په هر زون کې به ۲۰ زره تنو ته د کار زمینه برابره شي، چې د کابل ولایت د صادراتو د پروسس زون د ځمکې د انتقال چارې پیل شوې او په نورو زونونو کې هم د ځمکې د انتقال لپاره کارونه جریان لری.

 د يادو ادارو استازو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته انتقال کیدونکې ځمکې ساحه له نږدې کتلې او ژمنه یې کړې، چې د صادراتو د پروسس د زون په جوړولو کې به پوره همکاري کوي.