ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اوسپنې پټلۍ د پراختیا په موخه روسي پلاوی افغانستان ته راځي

په عشق اباد کې د افغانستان سفارت چارسمبالي فضل محمد صابر د روسیې، د اوسپنې پټلۍ ادارې له استازي ایوان تونکیخ سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د یادې ادارې استازي افغانستان کې د ګمرکي تعرفو په کموالي او د چارو په اسانتیا خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې نږدې راتلونکي کې به افغانستان ته سفر وکړي او د اوسپنې پټلۍ لیکو د پراختیا په اړه به د اړوند ادارو له چارواکو سره خبرې وکړي.

دغه راز دواړو لوریو افغانستان کې په شته فرصتونو د خبرو سربېره د اړیکو او همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.