ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

بهرنیو چارو وزارت د بلوچستان په یوه کان کې د چاودنې له قربانیانو سره خواخوږي ښودلې

د افغانستان اسلامي امارت، د بهرنیو چارو وزارت، په بلوچستان کې د سورینج په سیمه کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې د چاودنې له امله، چې په پایله کې یې ۳۴ تنه کان‌ کېندونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو شمېر ورک دي، ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.

یاد وزارت د دې پېښې قربانیانو ته د مغفرت دعا، کورنیو او خپلوانو ته یې د جمیل صبر غوښتنه کړې ده.