د ریاست الوزرا د دفتر عمومي رییس، ډاکتر ملا عبدالواسع، د افغانستان لپاره د بریتانیا د ځانګړي استازي له مرستیال، ايډ هډلي او سیاسي مدیر جیمز بیلمونټي سره وکتل.
په دې کتنه کې ډاکټر ملا عبدالواسع د اړیکو پیاوړتیا لپاره د هېوادونو ترمنځ پر تعامل ټینګار وکړ او زیاته یې کړه اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د نېکو اړیکو او ښه تعامل غوښتونکی دی.
نوموړي زیاته کړه، اسلامي امارت له بشري مرستندویه ادارو سره تل لازمه همکاري کوي، ترڅو مرستې په شفاف او عادلانه ډول پر وخت اړمنو او مستحقو کورنیو ته ورسېږي.
ورته مهال، ایډ هلي وویل هغه څه چې یې په افغانستان کې لېدلي له «منفي تبلیعاتو» سره ډېر توپیر لري.
نوموړي وویل، هېواد یې درې میلیارده افغانۍ په راتلونکو درې کلونو کې له افغانستان سره بشري مرستو ته ځانګړې کړې دي.

