ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د رياست‌الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د یاد کمېسيون د غړو په ګډون د اداري کمېسيون غونډه تېره ورځ له غرمې مخکې جوړه شوه.

په دې غونډه کې د موظفو کمېټو د فعالیتونو او کړنو له ارزونې وروسته د عامې روغتیا وزارت او د چارو ادارې عمومي ریاست اړوند موضوعاتو په اړه بحث او هر اړخيزه ارزونه وشوه.

په پای کې د پورتنیو مواردو په اړه لازم تصمیمونه ونیول شول او په اجنډا کې د شاملو نورو موضوعاتو د زیات دقت او ارزونې په موخه کمېټو ته مشخصې دندې وسپارل شوې.