د افغانستان برېښنا شرکت د عمومي اجراییوي رییس ملا عبدالحق همکار، په مشرۍ پلاوي ازبکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د برېښنايي تجهیزاتو له یو شمېر مخکښو تولیدي شرکتونو او صنعتي مرکزونو څخه لیدنه وکړه.
د ازبکستان د برېښنايي تجهیزاتو جوړولو شرکتونو مسولینو ویلي، یاده فابریکه د لوړ او منځني ولتاژ کیبلونه، سویچګیرونه او نور له نړیوالو معیارونو سره سم تولیدوي او خپلو محصولاتو ته پراخ بازارونه هم لري.
همدارنګه پلاوي د تاشکند د هوښیار برېښنايي سیستم (Smart Grid) او د برېښنا د څارنې او کنټرول له دولتي مرکز څخه هم لیدنه وکړه.

