ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په کویت کې د افغانستان سفارت سرپرست د متحده اماراتو له سفیر سره کتلي

په کويټ کې د افغانستان سفارت سرپرست محمد شفیق خطیب په یاد هېواد کې د متحده عربي اماراتو له سفیر مطرالنیادي سره کتلي.

په کويټ کې د افغانستان سفارت وايي، په دې لیدنه کې ښاغلي خطیب د اوسني امنیتي وضعیت، سراسري ثبات او د افغانستان د اقتصادي فرصتونو په اړه معلومات وړاندې کړل.

ورته مهال، د متحده عربي اماراتو سفیر هیله څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزې همکارۍ پیاوړې شي.