ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د پاکستان له زندانونو نږدې ۹۰۰ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راغلي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي،  چې د پاکستان له بندخونو ۸۸۰ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.

یاد وزارت زیاته کړې، چې له دې جملې څخه، ۷۱۳ تنه د تورخم له لارې او ۱۶۷ تنه نور د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې هېواد ته راغلي دي.

د یادونې وړ ده، چې یاد کسان تر ثبت او مرستو ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.