ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کابل او بشکیک پر ګدو ګټو خبرې شوي

په قرغیزستان کې د افغانستان سفارت وايي، د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رييس ډاکتر عبدالحی قانت په بشکیک کې د قرغیزستان د بهرنیو چارو وزارت د څلورم سیاسي رييس میر بېک باکیتوویچ سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او قونسلي همکاریو په پراختیا، سوداګرۍ، ټرانزیټ او د ګډو ګټو اړوند موضوعاتو خبرې وشوې.

د یاد سفارت په وینا، دواړو لوریو د افغانستان او قرغزستان ترمنځ د دوه‌اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، د سیاسي تعامل پر دوام او د عملي همکاریو پراختیا پر اهمیت ټینګار کړی.