امریکا: د ایران پر ضد مو بريدونه وکړل
د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) اعلان کړی چې امریکايي ځواکونو پر ایران بریدونه کړي دي.
سنټکام زیاته کړې، چې دغه بریدونه په منځني ختیځ کې پر مېشتو امریکايي ځواکونو د ایران د وروستیو بریدونو په غبرګون کې ترسره شوي دي.
ورته وخت کې، ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د ایران په بوشهر، آبادان، قشم او هرمزګان ولایتونو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
دغهراز فارس خبري اژانس، د ایران د روغتیايي چارواکو په حواله، راپور ورکړی چې نن سهار د قشم ټاپو باندې د امریکا په بریدونو کې درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
ورته مهال، د ایران دولتي ټلوېزیون«صدا اوسیما» د هرمزګان ولایت د مرستیال والي له قوله ویلي، چې په دغو بریدونو کې د قشم ټاپو یو استوګنیز کور په نښه شوی او تر دې دمه د دوو ټپیانو راپور ورکړل شوی دی.

