ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختيا خبري کړي

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال مولوي حمدالله زاهد د ازبکستان د درملیزو محصولاتو خوندیتوب مرکز او د طبي او درملیز صنعت د پراختیا ادارې مرستيال میرزوحید قادروف او تخنیکي پلاوي سره لیدنه کړې.

د عامې روغتیا وزارت وايي، چې په دې لیدنه کې د دې وزارت د خوړو او درملو معینیت او د ازبکستان د طبي او درملیز صنعت د پراختیا ادارې او د درملیزو محصولاتو د خوندیتوب مرکز (CPPS) ترمنځ درې اړخیز هوکړه لیک د اجرایي پلان د پلي کېدو په اړه خبرې شوې دي.

یاد  وزارت زیاته کړې، چې د غونډې پر مهال دواړو لوریو د هوکړه لیک د اجرایي پلان د ټولو مادو د عملي کېدو بهیر پر چټکتیا، د تخنیکي همکاریو پر پراختیا، د تجربو پر شریکولو او د مسلکي ظرفیتونو پر لوړولو ټینګار کړی دی.

همدارنګه، د خوړو، درملو او روغتیايي محصولاتو د کیفیت کنټرول لابراتوار د ارزونې، د تخنیکي اړتیاوو پېژندنې، د لابراتوار د کارکوونکو ظرفیت لوړونې او د لابراتواري تجهیزاتو او خدماتو د پراختیا لپاره د همکاریو د زمینې برابرولو په اړه مهمو بحثونو ترسره شوي دي.

مولوي حمدالله زاهد، د ازبکستان د همکارۍ او ژمنتیا د ستاینې ترڅنګ ویلي؛ چې د هوکړه لیک د اجرایي پلان اغېزمن پلي کېدل د تنظیمي خدمتونو د کیفیت لوړولو، د تخنیکي ظرفیتونو پیاوړتیا، د لابراتواري زیربناوو پراختیا، د کیفیت کنټرول سیستم ښه والي او د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا برخه کې یو مهم ګام دی.

دغه‌راز د غونډې په پای کې ازبکي پلاوي هم د خوړو او درملو معینیت سره د هر اړخیزو همکاریو پر دوام او ټولو مادو پر بشپړ پلی کېدو ټینګار کړی دی.