ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

له ازبکستان سره د روغتيايي همکاریو پر پياوړتيا خبري شوي

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ازبکستان ته د رسمي سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د روغتیا وزارت مرستیال، الهام‌جان عمرزاکوف سره په لیدنه کې د مسلکي تجربو شریکولو، د افغان ناروغانو درملنې برخه کې د همکاریو، په ځانګړي ډول د سرطان، زړه او ورته نورو ناروغیو درملنې په اړه خبرې کړې دي.

د عامې روغتیا وزارت وایي، چې په دې لیدنه کې د دواړو لوریو د روغتیايي همکاریو پر پراختیا، د ګډو همکاریو لپاره د زمینې پر برابرولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تخنیکي اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار شوی دی.

یاد وزارت زیاته کړې، همدارنګه ښاغلي زاهد د دغه هېواد د درملو او طبي تجهیزاتو د صنعت پراختیا ادارې له رییس عبدالله عزیزوف سره په جلا لیدنه کې د تخنیکي کارکوونکو ظرفیت لوړونې او روزنې، د دواړو هېوادونو تر منځ د درملو صنعت پراختیا، د کیفیت کنټرول لابراتوارونو پیاوړتیا او د لابراتواري تجهیزاتو برخه کې د همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

د خوړو او درملو مرستیال، د ازبکستان حکومت د مېلمه پالنې او همکاریو څخه د مننې تر څنګ ویلي، ګډه همکاري به د تخنیکي ظرفیتونو په لوړولو، د درملو صنعت پراختیا، د روغتیايي خدمتونو کیفیت ښه والي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په لا ټینګښت کې مهم رول ولوبوي.

دغه راز، ازبکستاني مسولینو د روغتیا، درملو او روغتیايي محصولاتو برخو کې د هر اړخیزو همکاریو د پراختیا لپاره د خپل هېواد چمتووالی څرګند او د ګډو همکاریو پر دوام یې ټینګار کړی دی.