ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عامه کتابتونونو رییس د مالیزیا له ملي کتابتون څخه لیدنه کړې

د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د عامه کتابتونونو رییس دوکتور رفیع الله صمیم د مالیزیا له ملي کتابتون څخه لیدنه کړې.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، چې د مالیزیا ملي کتابتون مسولینو د هرکلي تر څنګ، ملي کتابتون د هېواد  د ستر کتابتوني زیرمې او د مطالعې مرکز په توګه یاد کړی او د زرګونو ارزښتناکو دیني او عصري علومو کتابونو او مجلو د ساتنې او خوندي کولو په برخه کې يې د دې کتابتون رول مهم او ارزښتناک بللی دی.

د عامه کتابتونونو رییس دوکتور رفیع الله صمیم د مالیزیا  ملي کتابتون د رییس او کارکوونکو له تود هرکلي څخه مننه کړې او ویلي یې دي، کتابتونونه په ټوله نړۍ کې د پوهې د پراختیا، د دیني او عصري علومو د کتابونو د خوندي کولو او د مطالعې کلتور د پیاوړتیا په برخه کې مهم رول لري او زیاته کړې یې ده،چې د مالیزیا له ملي کتابتون څخه لیدنه زموږ لپاره د خوښۍ ځای دی.

همدارنګه ښاغلي صمیم د ملي کتابتونو له بېلابېلو (عمومي، مجلو، ریفرینس او د ماشومانو او نورو ) له تالارونو څخه لیدنه هم کړې ده.