د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار هغه ادعاوې رد کړې، چې ګواکې ځینې وسله والې ډلې د افغانستان له خاورې فعالیت کوي.
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وايي، اسلامي امارت هېچا ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر وړاندې وکارول شي.
ښاغلی مجاهد زیاته کړې، که کوم هېواد د افغانستان له خاورې کومې اندېښنې ولري، کولای شي له رسمي لارو یې له اسلامي امارت سره شریکې کړي.

