د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه تېره ورځ (پنجشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د زمري میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وایي، چې د وړاندې شوې ۳۴ پروژو څخه د ۱.۳ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۳ پروژې منظورې شوې او په ۱۶ پروژو کې یولړ تعدیلونه منظور شول.
یاد معاونیت په وینا، په منظور شویو او تعدیل شویو پروژو کې د پکتیا ولایت په جانيخیلو ولسوالۍ کې د روغتون جوړولو، په ځینو ولایتونو کې د مخابراتي خدمتونو وړاندې کولو او د برېښنا د توزیع او انتقال او همداراز د کابل ښار د یوشمېر داخلي سړکونو جوړول او د پاتې چارو بشپړول شامل دي.
همداراز د یوې پروژې قرارداد لغوه او د څلورو پروژو د تدارکاتي پروسو او قیمتونو په اړه ټاکلو شویو کمېټو ته دندې وسپارل شوې، څو یې هراړخیزه څېړنه ترسره او راپور یې د تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي.
د یادونې وړ ده، چې منظورې شوې پروژې د افغانستان اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.

