ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي نور جلال جلالي په کندهار کې د دامان ولسوالۍ د عمومي روغتون د بنسټ ډبره کېښوده

د عامې روغتیا وزیر، مولوي نور جلال جلالي کندهار ته د سفر په ترڅ کې د دې ولایت د دامان ولسوالۍ د عمومي روغتون د بنسټ ډېره کېښوده.

مولوي نورجلال جلالي په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو کې ویلي، عامې روغتیا وزارت هڅه کوي چې د هېواد په ټولو سیمو، په ځانګړي ډول لرو پرتو ولسوالیو کې د معیاري روغتیايي خدمتونو زمینه برابره او د خلکو اساسي روغتیايي اړتیاوو ته رسېدنه وکړي.

د یادونې وړ ده، چې دغه روغتون د ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۸ میاشتو په موده کې جوړېږي.