د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د مالي او اداري مرستیال په شتون کې د ترکیي کمپنۍ له استازي سره لیدنه کړې.
په دغه لیدنه کې د ترکي کمپنۍ استازي د افغانستان دننه د خامو نفتو د تصفیې خونې جوړولو په برخه کې خپله علاقمندي ښودلې او ویلي يي دي؛ د افغانستان د نفتو په برخه کې د پانګونې ترڅنګ د هېواد دننه په سټنډرډ او میعاري توګه د نفتو د تصفیې خونې جوړولو او پروسس کولو ته زموږ کمپنۍ چمتو ده.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ورته د ښه راغلاست ترڅنګ د پانګونې لپاره د زمینې برابرولو، اسانتیاو رامنځته کولو او د هېواد دننه د خامو نفتو د کار خونې جوړولو په برخه کې ورسره د لازمو همکاریو ژمنه کړې.

