ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

عاليقدر اميرالمؤمنين ـ حفظه‌الله ـ : د راستنيدونکو افغانانو داسې خدمت وکړئ، چې افغانستان کې په واقعي توګه د اسلام حوریت او آزادي حس کړي

عاليقدر اميرالمؤمنين ـ حفظه‌الله ـ د پنجشنبې په ورځ د کابينې له غړو او علماوو سره د پاکستان څخه د راستنيدونکو کډوالو پر موضوع غونډه کړې.

عاليقدر اميرالمؤمنين ـ حفظه‌الله ـ ویلي؛ دا کډوال افغانستان ته را اړول او عمومي پر مسلمانانو عذابونه يوازي او يوازي د الله جل‌جلاله امتحانونه دي، نو موږ بايد پر دغو امتحاناتو استقامت وکړو، زغم يې ولرو او دا ښکاره خبره ده الله ج پر هغو کسانو امتحانات راولي، چې ورته محبوب او ګران وي.

پر افغانانو ډېر تکليفونه راغلل، پر دغو تکليفونو صبر کول لويه کاميابي ده.

اميرالمؤمنين زیاته کړې؛ ما دا ملګرو ته ویلي، چې چاته اخطار مه ورکوئ، هېچاته ږغ مه کوئ، دا مو خپل افغانان او خپل خلک دي، بس يوازې او يوازې د دغو افغانانو ښه استقبال وکړئ، داسې خدمت يې وکړئ، چې دغه افغانان په افغانستان کې په واقعي توګه د اسلام حوريت او آزادي حس کړي.

داغه مو موقع ده، سختي او بد وضعيت مه ورسره کوئ او ټولو ته غیږه پرانیزئ.

نوموړي همداراز ویلي؛ موږ تاسي ټول افغانان که هغه تجار ، صنعت‌کار ، خان او که مسکين دی، دغسې مرسته له دې کډوالو سره وکړو، لکه د هرات له زلزله ځپلو سره چې مو وکړه.

د کندهار يتيمانو پنځه ـ پنځه افغانۍ سره راټولي کړې او د هرات له زلزله ځپلو سره يې مرسته وکړه، تاسي هم همدغسي وکړئ.