د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې او د يوناما مشرې روزا اتونبايوا سره لیدنه کړې.
په یاده لیدنه کې د پاکستان له خوا له جبري را اېستل کېدونکو افغانانو سره د ياد هېواد د امنيتي شبکې د ناسم چلند، د افغانستان د حکومت او نړيوالو له خوا له راستنېدونکو سره د لنډمهالو او اوږد مهالو مرستو په اړه هر اړخیزې خبرې شوي.
مولوي امیرخان متقي ویلي؛ پاکستان د حکومت له خوا د را اېستل کېدونکو افغانانو پر کورونو چاپې وهل کېږي، نغدي شتمنۍ يې په زور اخيستل کېږي او د منقولو شتمنيو، ټرانسپورټي وسايلو او ان څارويو د وړلو اجازه نه ورکول کېږي.
نوموړي همداراز زیاته کړې؛ چې په زرګونو کسان په عبوري نقطو کې د غيرموجه دلايلو له کبله د هر ډول اسانتياوو او خدمتونو پرته په شپو، شپو په یخ کې تر شنه اسمان لاندې انتظار ته اړ اېستل کېږي.
سرپرست وزیر ویلي، پاکستان له بشري موضوعاتو او کډوالو څخه د بېلابېلو موخو لپاره د ګټې اخيستلو هڅه کوي او په دې برخه کې حتی د خپل ولس او خپلو سیاسیونو او کار پوهانو خبرو او نظریاتو ته هم غوږ نه نیسي.
د بهرنيو چارو وزارت دغه راز اسلامي امارت له خوا د خپلو هېوادوالو د ښه راغلاست او مرستې له پاره پر نيول شويو تدابيرو روښانه کړې او ویلي يي دي، چې خپل وطن ته د راستنېدونکو هېوادوالو د بېړنۍ او اوږدمهالې مرستې موضوع د حکومت په کچه تر ټولو ستر لومړيتوب دی او په دې برخې کې به هېڅ ډول امکانات و نه سپموي.
نوموړي غوښتنه کړې، چې د کډوالو د کړاو په اړه باید ټول نړیوال سازمانونه خپل مکلفیت اداکړي.
د يوناما مشرې روزا اتونبايوا ویلي؛ دوی وضعيت له نږدې څاري، اړوندې ادارې يې د مرستې له پاره په ساحې کې موجودې دي او په دې اړه به د نړيوالو د پام را اړولو او مرستو را جلبولو له پلوه خپلو هڅو ته ادامه ور کړي.

