د کندهار سرپرست والي حاجي ملا په مشرۍ راستنېدونکو افغان کډوالو ته د بېړنیو مرستو رسولو په موخه له نړیوالو سازمانونو او داخلي موسسو سره غونډه شوې.
سرپرست والي د ټولو نړیوالو سازمانونو او داخلي موسسو کړنې او فعالیتونه ستایلي او ویلي يي دي؛ دا چي هره ورځ په زرګونه افغان کډوال د سپین بولدک له لارې خپل هېواد ته راستنیږي؛ نو اړتیا دا ده، ترڅو دولتي ادارې، نړیوال سازمانونه او داخلي موسسات په پوره همږغۍ سره د سرپناه، روغتیا، خوړو، څښاک پاک اوبو، کمپلو او نورو اړینو برخو کې خدمات ورته چمتو کړي.
نوموړي همدازار زیاته کړې؛ د کډوالو شمېر ډېر دی، نو باید اړین او چټک ګامونه واخیستل شي او هغه سازمانونه او داخلي موسسې، چې په دغو برخو کې خدمات وړاندې کوي باید په خپلو خدماتو کې زیاتوالی راولي.

