ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

افغانستان په خپله اوومه لوبه کې نیدرلینډ ته ماته ورکړه

د نړیوال جام سیالیو په لړ کې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې په خپله اوومه لوبه کې نیدرلینډ ته په ۷ ویکټو ماته ورکړه.

په دې لوبه کې نیدرلینډ پچه وګټله او په خپله یې توپوهنه پیل کړه.

نیدرلینډ د ۴۶،۳ اورونو په لوبولو سره ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او افغانستان ته یې ۱۸۰ منډې هدف وټاکه.

په دې پاڼۍ کې نیدرلینډ لپاره سېبران انګل‌برټ ۵۸ او مکس اوډا ۴۲ زیاتې منډې وکړې او افغانستان پلو ته بیا محمد نبي ۳، نور احمد ۲، مجیب الرحمان یوه ویکټ واخیسته.

پر وړاندې یې افغان لوبډلې په خپله پاڼۍ کې د ۳۱،۳ اورونو په لوبولو سره ۳ لوبغاړي له لاسه ورکړل او ټاکل شوی هدف یې د لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ۵۶ او رحمت شاه زرمتي ۵۲ منډو پر مټ یې سیالې لوبډلې ته ماته ورکړه.

په دې پایلې سره افغانستان په جدول کې پنځم مقام ته پورته شو او په روان نړیوال جام کې دا د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې څلورمه بریا ده، چې په خپل نوم یې ثبتوي.

د نړیوال جام په روانو سیالیو کې به افغانستان خپله اتمه لوبه راتلونکې سه شنبې په ورځ د اسټرالیا پر وړاندې تر سره کړي.