د کرکټ نړیوالې شورا له لوري په سعودي عربستان کې د لسو هېوادونو د درېیمه درجه روزونکو لپاره په لاره اچول شوی روزنیز کورس پای ته ورسید.
دغه پينځه ورځینی روزنیز کورس د اکتوبر د ۲۵مې نېټې څخه د همدې میاشتې تر ۲۹مې پورې دوام وکړ، چې د افغانستان له لوري په کې د لوبغاړو د غوراوي کمیټې مشر اسدالله خان او او د ظرفیت لوړونې څانګې مسول ولي امین ګډون کړی وو.
په دغه کورس کې د افغانستان ترڅنګ د لسو بېلابېلو هېوادونو درېیمه درجه روزنکو برخه اخیستې وه، چې ګډونوال روزونکي يې اوس کولاې شي په خپلو هېوادونو او د نړۍ په نورو برخو کې دویمه درجه روزنکو ته رزونه ورکړي.
د کرېکټ نړیوالې شورا له لوري به نویو روزل شویو روزونکو ته د دویمې درجې کوچینګ یا د روزنې رسمي اسناد هم ورکول کیږي.
سیف الرحیم رحیمي

