ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

هېواد ته د راستنیدونکو افغان ګډوالو د لومړنیو اړینو خدمتونو په پار دوه میلیارده افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې

تورخم کې ۵ زره کډالو ته د دوو خدماتي پڼډغالو د جوړولو ترڅنګ ټاکل شویو خدماتي کمېټو فعالیت پیل کړ.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال په مشرۍ بین الوزارتي کمېسیون چې په کې ۱۲ کمېټې فعالیت کوي، د خپلو هغو زرګونو راستنېدونکو افغانانو چوپړ کې د خدماتي کمپونو، اړینو خدماتو او اسانتیاوو برابرولو بوخت دي، چې تازه د پاکستاني حکومت له لوري په جبر وېستل کیږي.

د کډوالو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني په مشرۍ هیئت، چې په کې د مخابراتو وزارت سرپرست مولوي نجیب الله حقاني، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي مرستیال شیخ زر محمد حقاني، دافغان پوست ادارې مرستیال مولوي رحمت الله مکي، د ختیځ زون ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو قوماندان مولوي عبدالصبور ابودوجانه، د ننګرهار والي ملا محمد نعیم اخند او یو شمېر نورو مرکزي او ولایتي ادارو چارواکو یې ملتیا کوله په تورخم ښارګوټي کې د کډوالو لپاره پنډغالي ګټې اخیستنې ته سپارلي.

د کډوالو چارو وزارت سرپرست د پنډغالو څخه دلیدنو پر مهال ویلي؛ چې په یادو پڼډغالو کې به پینځه زره په شاوخوا کې تازه راستنېدونکي افغانان مېشت وي او ټول اړین خدمات به ورته وړاندې کېږي.

 نوموړي زیاته کړې؛ چې تردې دمه تورخم ښارګوټي له لارې ۱۵۰ زره راستنېدونکي افغانان خپل هېواد ته راغلي، چې ټولو کډوالو ته روغتیايي ټیمونه، چې په کې نارینه او ښځینه ډاکتران شامل دي ګومارل شوي.

همدارنګه د کډوالو ثبت په برخه کې هم د پخوا په پرتله تشکیل درې چنده زیات شوی او ټول کډوال بغیر له کوم خڼډ او ځڼډ څخه ثبت کېږي او هم ورته خوراکي توکي په وړیا ډول ورکول کېږي.

خلیل الرحمن حقاني ویلي، ټول هغه کډوال چې اقتصادي مشکلات یې زیات وي په خپلو موټرو کې تر کورونو پورې رسوو.

همدارنګه په فرضي کرښه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخوا په ځانګړې سپارښتنه د عامه پوهاوي او روحي ارامتیا په پار لیکنې شوي.

د مخابراتو وزارت سرپرست مولوي نجیب الله حقاني ویلي؛ دغو پڼډغالو ته یې د انټرنیټ فایبر لاین تېر کړی او همدارنګه ټولو مخابراتي شبکو خپل مخابراتي انتنونه نصب کړي او ټولو کډوالو ته سیم کارتونه هم په پېژندپاڼه ورکول کېږي.

د ملي دفاع وزارت د ختیځ زون ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو قومندان مولوي عبدالصبور ابودوجانه وایي، چې ۳۵ ټانکر، ۷۰  انترنیشنلې، سیار تشنابونه نقلیه وسایط هم راوړل شوي او ټول راتلونکو افغانانو ته په خپلو برخو کې خدمات وړاندې کوي.

ورته مهال راستانه شوي افغانان خوښ دي، چې خپل هېواد ته ستانه شوي او مسولین ورته د هر ډول اسانتیاوو د برابرولو هڅې کوي.

د مسولینو په وینا؛ راستنېدونکو افغانانو ته دوه میلیارده افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې چې په لومړنیو اړینو خدماتو کې به مصرف شي.