د عاليقدر امير المؤمنين حفظه الله تعالی د حکم پر اساس د راستنېدونکو کډوالو لپاره د مساجدو او زدهکړو د تنظيم په موخه د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د مسلکي مرستيال شيخ الحديث زر محمد حقاني په مشرۍ يوه کمېټه، چې د پوهنې، لوړو زده کړو، مهاجرينو، د کار او ټولنيزو چارو وزارتونه او د تخنیکي او مسلکي زدکړو اداره يې غړيتوب لري.
یادې کمیټې د خپلو چارو د تنظیم په خاطر مسلسلې ناستې ترسره کړې او د عملیاتي پلان له تيارولو وروسته یې عملاً د کارونو د پيل کولو په خاطر ساحو ته روان شول.
ياده کميټه د راستنو شويو مهاجرينو په هستوګن ځايونو کې د جوماتونو د جوړولو، ابادولو او تنظيم ترڅنګ د هېواد راستنو شويو بچيو او ځوانانو لپاره د هېواد په مدرسو، ښوونځيو ، د تخنیکي او مسلکي زدکړو په انستیتیوتونو، د حرفوي زده کړو په مراکزو او په پوهنتونونو کې د زده کړو د زمينې برابرولو او هغوی ته په دې برخه کې د لازمو اسانتياوو د رامنځته کولو دنده په غاړه لري.

